د ناټو لوی منشي وایي، له هر هغې طرحې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو لامل وګرځي، ملاتړ کوي.
د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ، نن څلورنۍ ( د سلواغې ۲۳/فبرورۍ۱۲)، د ناټو د دفاع وزیرانو د ناستې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې دا سازمان په افغانستان کې له هر هغه ګامه ملاتړ کوي چې د تاوتریخوالي د کمیدو لامل وګرځي.
هغه زیاته کړه: مونږ د تاوتریخوالي د کمیدو په برخه کې له هر ګامه ملاتړ کوو. د تاوتریخوالي کمښت، تر ټولو غوره لار ده. طالبان باید د تاوتریخوالي د کمښت لپاره خپل رښتینی هوډ وښايي.
له بلې خوا، د ناټو لوی منشي وایي چې دا سازمان د افغانستان د سرتیرو د ملاتړ او سلا ورکولو ماموریت ته دوام ورکوي.
سټولټنبرګ زیاته کړې چې د افغانستان له امنیتي سرتیرو د ملاتړ دوام، طالبانو ته دا ښایي چې دا ډله د جګړې له لارې، هیڅ کله هم بریا ته نه رسیږي.
د ناټو لوی منشي همداشان ویلي: ناټو د افغانستان د سرتیرو د ملاتړ او سلا ورکولو په برخه کې ژمن دی. دا کار طالبانو ته روښانه پيغام رسوي چې د جګړې په ډګر کې به هیڅ کله هم بریالي نشي او دا ډله باید د خبرو اترو پر میز کښیني.
ناټو همداشان ویلي چې د دې سازمان ملګري، لکه د آلمان او ناروې هیوادونه د افغانستان د سولې د خبرو اترو د بهیر د آسانتیاوو لپاره، چمتووالی ښیي.
ژباړن: شمس الرحمن سباوون خپلواک