د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سیدسعادت منصور نادري وایي چې طالبان نشي کولای د جګړې له لارې واک ته ورسیږي.
ښاغلي نادري نن (پنځنۍ، غبرګولي اووه ویشتمه)، ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې پر طالبانو د خپل نفوذ به ګټنې، دا ډله اړه کړي چې د خبرو او پخلاینې له لارې، عادلانه سیاسي هوکړې ته غاړه کیږدي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان نشي کولای د جګړې له لارې واک ته ورسیږي او په هیواد کې د څلویښت کلنې جګړې د پایته رسیدو او د ټیکاو د ټینګیدو یوازینۍ لار، د سولې خبرې دي چې له دې فرصت څخه باید ګټنه وشي.
نادري زیاته کړه: “د نړیوالو ځواکونو وتلو سره، نور د جګړې د دوام لپاره پلمه نده پاتې. خلک زور ته نه تسلیمیږي او په دې باور دي چې جګړه ګټونکی نلري او سوله بایلونکی نلري.”
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې طالبان دې باید له شته فرصت څخه ګټنه وکړي او د عزت لرونکې او پایښت لرونکې سولې لپاره ګام اوچت کړي.
هغه په دریځونو کې په یووالي او د ټلوالې په اړتیا ټینګار سره وویل چې جلا جلا غږونه کمزوري او د اوریدلو وړ ندي، بلکې په ټولیزو ګټو هوکړه، له اوسني حالت څخه مطلوب حالت ته د تلو قونجي ده.
د ننګرهار والي، ضیاالحق امرخیل هم وویل چې د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، په هیواد کې جګړې په بې سارې توګه زور اخیستی او هره ورځ ټول ګټي تاسیسات د ویجاړیدو په حال کې دي.
امرخیل یاده کړه: “د تاوتریخوالي ډیریدو سره، له ښځو او ماشومانو قربانۍ ډیرې شوي او لازمه ده چې د سولې هڅې پیاوړې شي، عملي ګامونه ډیر شي او د سولې بهیر ګړندی شي.”
له دې سره، د سولې د چارو یو شمیر فعالان، د ننګرهار د ولایتي شورا غړي او قومي مشران هم د حکومت د مرکچي پلاوي له جوړیدو او په کړنو یې نیوکه کوي او په خبرو کې اوربند ته د لومړیتوب د ورکړې غوښتونکي دي.
غوښتنې دا د يچې د جګړې لوري باید لومړی اوربند وکړي او وروسته د سولې په خبرو ځیرنه ولري، که نه په هیواد کې روانه جګړه به له بې ګناه وګړو قربانۍ واخلي او ډیرې برخې به ویجاړې کړي.