1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ناټو تړون په افغانستان کې د حضور اړوند زړه نا زړه دی

Nato
01 Dec 2020

د ناټو لوی منشي وایي چې په افغانستان کې د پاتې کیدو یا له دې هیواد بهر کیدو پریکړه د دې سازمان لپاره ستونزمنه ده ځکه لا هم له افغانستان څخه د ناټو سازمان متحدینو ګواښونه پيښ دي.

 

ینس سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځیني نفرانس وړاندې په خبري ناسته کې وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اړوند د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې، دا سازمان په دوو لارو کې پریښی.

ینس سټولټنبرګ وایي: د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه لیک کې راغلي چې ټول بهرني ځواکونه د ناټو په ګډون د مې تر لومړۍ نیټې له دې هیواد څخه بهر کیږي. خو دا چاره د دې لامل شوی چې مونږ له یوې ستونزمنې پریکړې سره مخامخ شو او په رښتیا په دوه لاره کې یوو چې آیا په افغانستان کې پاتې شو، ځکه طالبانو په خپلو ژمنو عمل ندی کړی او ګواښ پيښوي، یا دا چې دا هیواد پریږدو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخې کړو او پریږدو چې افغانستان یو ځل بیا زمونږ په هیوادونو د بریدونو د ترسره کیدو په ځای واوړي.

د ناټو لوی منشي که څه هم د دوحې خبرې د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت بللی، خو ټینګار لري چې دا سازمان او متحدین یې په دې هیواد کې خپل روزنیز ماموریت ته دوام ورکوي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل: اوس د سولې لپاره تاریخي فرصت رامنځته شوی. که څه هم ماتیدونکی دی، خو باید ورته ورسیږو. د سولې د بهیر د یوې برخې په توګه، مونږ په افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړی دی. امریکا په دې وروستیو کې د خپلو ځواکونو د شمیر د کمولو پریکړه وکړه، خو د ناټو روزنیز ماموریت همداراز زمونږ د نیمایي اروپایي او متحدو هیوادونو په حضور دوام مومي.

د افغانستان حکومت هم د تاوتریخوالي د ډیریدو له کبله د طالبانو له لورې د امریکا او دې ډلې ترمنځ د هوکړه لیک د نقض خبر ورکوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې طالبانو د دوحې په هوکړه لیک کې ډیرۍ ذکر شوي موارد نقض کړي دي.

امرالله صالح وایي: په خواشینۍ سره طالبانو لیکل شویو او نالیکلیو او پټو ضمیمو ټول اړخونه په امریکايي او ناټو ځواکونو د بریدونو پرته نقض کړي دي. د افغانستان د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی په بېسارې توګه ډیر شوی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې طالبانو تل د دې ډلې او امریکا ترمځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د عملي کیدو لپاره د خپلو ژمنو ډاډ ورکړی.