1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ناټو د افغانستان د سیاسي مشرانو د زغم غوښتنه کړې

223-2
24 Feb 2020

د ناټو ملکي استازی وایي، له هر هغه ګامه چې د ناندرو د ډیریدو لامل وګرځي، ملاتړ نه کوي؛ د افغانستان سیاسي مشران دې خبرې او جوړجاړی وکړي.

د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان په لړ کې د ټاکنیزو ناندرو د ډیریدو یوه اوونۍ وروسته، ناټو د هیواد له سیاسي مشرانو وغوښتل چې زغم ولري.

د ناټو ملکي استازي، نیکلاس کې، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا سازمان له هر هغه اړخه چې د تاوتریخوالي او ناندرو د ډیریدو لامل وګرځي، ملاتړ نه کوي.

هغه زیاته کړې: “اړتیا ده ټول سیاسي مشران آرامي وښایي، خبرې او جوړجاړی وکړي. د ناټو لوی منشي له ټولو خواوو غواړي چې د سولې بهیر او ملي یووالي ته لومړیتوب ورکړي. ناټو د هر اړخ لخوا د هغو ګامونو ملاتړ نه کوي چې د ناندرو او تاوتریخوالي د ډیریدو لامل وګرځي.”

مخکې له دې روسیې هم د سولې په بهیر د ټاکنیزو ناندرو د اغیزو اړوند اندیښنه ښودلې وه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، ویلي چې ټاکنیزې ناندرې باید له طالبانو سره د امریکا د سولې د هوکړې د لاسلیک د مخنیوي لامل ونګرځي.

ښاغلي کابلوف زیاته کړې ده: “په افغانستان کې اوسنۍ سیاسي ناندرې، منفي اغیزې لري؛ له دې سره سره، هیله لرو چې دا اغیزې تر هغې کچې نه وي چې له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک د لاسلیک مخنیوی وکړي.”

په دې وروستیو کې یو شمیر سیاسي ګوندونو هم د افغانستان د سولې اړوند د امریکا له استازي سره په لیدنه کې، د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو د وروستۍ پایلې په اعلان کې په پلوۍ تورن کړی دی.

د اسلامي جمعیت د ګوند مشر، صلاح الدین رباني، په دې اړه ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، په بیړه د ټاکنو د پایلې اعلان سره، د سولې د خبرو د سبوتاژ هڅه کړې ده.

د ښاغلي رباني په اعلانپاڼه کې راغلي دي: ” په داسې حال کې چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک په درشل کې ، د ملي اجماع جوړیدو ته اړتیا وه، د خلکو رښتینو رایو ته ټاکنو د کمیسیون نه پاملرنې او د ټاکنو د پایلې په اعلان کې د دې کمیسیون سیاسي پلوۍ پریکړه او بیړه، د سیاسي کړکیچ د رامنځته کولو له لارې د سولې د خبرو د سبوتاژ هڅه وه.”

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیره درې نۍ، د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان او په هغه کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټاکن ډله ګټونکې اعلانه شوه. خو ډیریو ټاکنیزو ډلو د ټاکنو پایلې ونه منلې او د ثبات هم همپالنې ټاکن ډلې هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټول د “ټول شموله” حکومت د جوړولو اعلان وکړ.

ژباړه: شمس الرحمن خپلواک