په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکلاس کي ویلي چې د طالب بندیانو خوشی کول، د افغانستان حکومت پورې تړاو لري، او دا ستونزه د افغانانو تر منځ د خبرو اترو له لارې هوارېدلی شي.
ښاغلي کي د څلورنۍ په ورځ ( د کب ۱۴/ د مارچ ۴) امریکا غږ ته وویل”د افغانانو تر منځ خبرې اترې او د سولې بهیر اړین دي. دا خبرې د افغانانو پورې تړاو لري او د افغانانو په مشرۍ به وي. د بندیانو په تړاو پوښتنې هم د افغانستان حکومت پورې تړاو لري چې بندیان خپل په بند کې لري. دا بحث د افغانانو تر منځ دی، ناټو ته هیچ تړاو نه لري. “
د ناټو ملکي استازي همداشان پر طالبانو د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په اړه ویلي چې دا برید د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ترسره شو او طالبان باید د افغانانو تر منځ د خبرو اترو پیل لپاره، خپل بریدونه ودروي.
نیکولاس کي زیاته کړه چې ناټو د د ټولو افغانانو تر منځ د سولې د هوکړې په تمه دی خو په دې هوکړه کې د ۱۹ وروستیو کلونو کې د بشر حقونو ته د درناوي په ګډون، د میرمنو حقونه او د ولسواکۍ اساسات باید په پام کې ونیول شي.