ناټو له طالبانو غواړي چې سمدلاسه تاوتریخوالی کم او خبرو اترو ته چمتو شي.
د ناټو سازمان د یوې اعلانپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده او دا ډله باید په بیړې دا تاوریخوالی کم کړي.
ناټو د دې اعلانپاڼې په خپرولو سره همداراز د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي له ټَاکلو هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د ځنډ پرته له حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شي.
د ناټو سازمان طالبانو ته ویلي، چې د ترهګرو په پټن ځای د افغانستان د بیا نه بدلیدو د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره، باید له امریکا سره د سولې د هوکړه لیک پر ژمنو ولاړ و اوسي.
ناټو په دې اعلانپاڼه کې د افغانستان له سیاسي مشرانو هم غوښتي چې سیاسي ناندرې دې په څنګ پریږدي او یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.