ناپيژانده وسله والو د کابل په پغمان کې یو کس وژلی دی

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یو کس د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري وژل شوی دی. د کابل پولیس وايي چط ناپيژانده وسله والو کسانو د پغمان ولسوالۍ په قلعه احمد سیمه کې د قاري فواد په نوم یو کس وژلی دی. د پولیسو په وینا دا پیښه تر څيړنې لاندې ده.