1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ناپيژانده وسله والو په کندز کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

کندز-2-1536x1087
24 May 2021

په کندز کې د یوې کورنۍ څلور غړي د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شول.

د کندز والي عبدالستار میرزکوال وايي چې ناپيژانده وسله والو کسانو تیره ورځ د دې ولایت خان آباد ولسوالۍ بند بخاري سیمه کې پر یوه استوګنیز کور برید کړی دی.

ښاغلی میرزکوالی زیاتوي چې د دې برید په پایله کې د یوې کورنۍ څلورو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې یوه میرمن هم شامله ده.

د کندز د والي په وینا د دې پیښې عاملین نیول شوي او ترې پلټنې دوام لري.