1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ناپيژانده وسله والو کسانو په غور کې یو خبریال په ډزو سره ووژه

edfe7ffe-1734-40af-99b1-d37e55582c60
02 Jan 2021

د صدای غور راډیو مسوول مدیر او خبریال بسم الله عادل ایماق د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شو.

سیمه ییز پازوال وایي چې ښاغلی ایماق تیره ورځ مازیګر(مرغومي ۱۲مه) د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته نږدې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشرغني د دې پیښې غندلو ترڅنګ، وویل چې د طالبانو ډله او نورې ترهګریزې ډلې د داشان بریدونو په ترسره کولو سره، نشي کولی د خبریالانو او رسنیو برحقه او لوړ غږ چوپ کړي او حکومت د بیان د خپلواکۍ پراختیا او ملاتړ په برخه کې ژمن دی.

ښاغلي غني د دې خبریال د وژنې او عاملینو پر پیژندنې او سزا ورکونې ټينګار کړی دی.

یماسیاووش،الیاس داعي،ملاله میوند،فردین امیني،رفیع صدیقي،رحمت الله نیکزاد،ضمیراحمدي هغه رسنیز خبریالان دي چې په هیواد کې په ۲۰۲۰ زیږیزدیځ کال کې د موخه ییزو بریدونو په پایله کې ووژل شول او بسم الله عادل ایماق لومړنی خبریال دی چې په ۲۰۲۱ زیږدیځ کال کې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري وژل کیږي.