1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ناپيژانده وسله والو کسانو په کابل کې درې امنیتي سرتیري وژلي

کابل-6-1536x1087
04 May 2021

درې امنیتي سرتیري په کابل کې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شول.

د کابل د پولیس مشرۍ  ویاند فردوس فرامرز وايي چې ناپيژانده وسله والو کسانو تیره ورځ له غرمې وروسته د شوربازار سیمې په لومړۍ برخه کې د عبدالقهار، محمدآصف او محمد طاهر په نومونو درې سرتیري په ډزو وژلي دي.

ښاغلی فرامرز زیاتوي چې پولیسو په دې اړه څیړنې پیل کړې دي.