1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ناپیژانده وسله والو کسانو د بلخ د والي موټرچلوونکی وژلی دی

BALKHH
05 Oct 2020

د بلخ د والي محمداسحاق رهګذر یو موټرچلوونکی نن سهار د ناپیژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شو.

د بلخ  د پولیس مشرۍ ویاند عادل شاه عادل د دې خبر په پخلي سره وایي چې دا کس فرهاد نومیده او نن (دوه نۍ/دوشنبه د تلې/میزان ۱۴ مه) سهار ۷ بجې کله چې د خپل کار په لور روان وو د مزارشریف ښار څلورمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري وژل شوی دی.

ښاغلی عادل ټینګار کوي چې وسله والو کسانو د هغه موټر هم له ځانه سره وړی دی.