1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ناپېژانده وسله والو کابل کې د یوې کورنۍ څلور غړي د تېشې په ګوزارونو وژلي

29F95303-B1AE-425A-8615-DC168A9D33C9_w1200_r1_s-1
20 Jan 2020

د کابل ښار اوومې حوزې اړوند سیمه کې ناپېژانده وسله والو، نن یکشنبه د یوې کورنۍ څلور غړي د تېشې په ګوزارونو وژلي دي.

د وژل شويو کسانو نږدې خپلوان وايي، ناپېژانده وسله وال پرون وروسته له غرمې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د ټرانسپورټ وزارت د یو کار کوونکي کور ته ور اوښتي او د هغه د کورنۍ ۴ غړي يې وژلي دي.

د هغوی په وینا، کله چې د ټرانسپورټ وزارت کار کوونکی خپل کور ته ځي، د کورنۍ په څلورو وژل شویو غړیو يې سترګې لګېږي.

کورنیو چارو وزارت ویلي پېښه څېړي.

وژل شویو کې د ټرانسپورټ وزارت د کار کوونکي مېرمن، زوی او دوه لورګانې شاملې دي.