1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

نبي زاده مرستندویه بنسټ په بلخ کې د چاودنې له یوې زیانمنې کورنۍ سره مرسته وکړه

guzaresh
16 Jan 2020

د نبي زاد مرستندویه بنسټ له هغې کورنۍ چې د مزارشریف ښار نهمې حوزې په اړوندو سیمو کې د یوې چاودنې په پایله کي یې خپل دوه ماشومان له لاسه ورکړل نقدي پیسې او خوراکي توکو مرسته وکړه.

دې بنسټ ژمنه وکړه چې اړمنو کسانو ته د دوی د مرستې رسونې بهیر به همدا شان دوام ولري.

دا کورنۍ چې په بلخ کې (درې نۍ ورځې مرغومي ۲۴مه /جنوري ۱۴مه) یوې چاودنه کې خپل دوه زامن له لاسه ورکړل،حکومت د هیواد والو د امنیت ټینګښت په برخه کې په بی غورۍ تورنوي.

دا کورنۍ چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده وایې چې دولت آن د  ترهګریزو پیښو څخه زیانمنو کورنیو ستونزو ته د رسیدنې لپاره خپرنه نه لري.

د دې دو ماشومان پلار لعل محمد وایې،بچیان یې په ډیرو سختو اقتصادي شرایطو کې لوی کړي وو،خو له دې بی خبره وو چې د زړه ټوټي به یې په یوه شیبه کې له لاسه ورکوي.رویین د ښوونځي په اتم او مبین هم په پنځم ټولګي کې و.

دا کورنۍ د امنیت ترڅنګ،همدا شان له حکومت څخه غواړي ترڅو له هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې په داشان پیښو کې یې زیان لیدلی دی.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي