د ملي امنیت مخکینی مشر وایي چې سپینې ماڼۍ تل د افغانستان اړوند بیلابیل پیغامونه وړاندې کړي او د افغانستان اړوند د واشنګتن له لورې د ابهام دوام، په هیواد کې نهیلۍ رامنځته کړې دي.
د درې نۍ ورځې ماښام (اپریل۲۸)، د امریکا د سولې د انسټیټوټ ونډه او کارنامه؛ بې پلوي که پلوي؟، د افغانستان د ستراټیژیکو مطالعو په ګردي میز کې وڅیړل شو.
د ملي امنیت مخکیني عمومي مشر، رحمت الله نبیل په دې ناسته کې د افغانستان پر وړاندې د امریکا ناروښانه سیاستونو او ژمنو او همداراز د دې سیاستونو په پایله کې د افغانستان د راتلونکي ګنګه پاتې کیدو اړوند نیوکه وکړه.
هغه زیاته کړه: مونږ د درې څیزونو له نشتون سره مخ یو؛ لومړی د وضاحت نشتون، نه پوهیږو او هیڅ څوک نشي کولای ووایي چې مونږ د دې جګړې بریالي شوو او که بایلوونکي، د سولې ګټونکي یوو یا نه. دویم، د ژمنې نشتون دی. مونږ له واشنګټن څخه بیلابیل پیغامونه ترلاسه کوو. درییم دا چې، افغانستان له پنځو یا لسو کلونو وروسته په کوم موقعیت کې وي. دې ټولو وضعیت ګونګ کړی او نهیلي یې رامنځته کړې.
ښاغلي نبیل په افغانستان کې د واشنګټن په ډیپلوماسۍ هم نیوکه وکړه او اوسنۍ ستونزې یې په افغانستان کې د سپینې ماڼۍ د ناټیکاوه سیاستونو پایله وبلله.
نبیل زیاته کړه: ”د افغانستان اوسنۍ ستونزې، د دې هیواد پر وړاندې د امریکا د ناټیکاوه سیاستونو له کبله دي.”
د امریکا د حضور غځیدل او په افغانستان کې یې د جګړې پر دوام او پرمختیا اغیزه، تل په هیواد کې دننه او بهر له نیوکو سره مخ شوې ده.
یو شمیر قانون جوړوونکي هم د افغانستنا د جګړې د کړکیچ د هواري په برخه کې د امریکا په خپل سریو نیوکه کوي او د افغانستان د جګړې د سکالو د هواري په برخه کې د سیمې حضور مهم ګڼي.
د ولسي جرګې یو غړي، زلمي مجددي په دې اړه وویل: د سیمې هیوادونه لکه روسیه، چین، ایران، هند او همداراز ملګري ملتونه باید په دې بهیر کې اساسي ونډه ولري او حتې باید د افغانستان د سولې د بهیر ډاډ ورکوونکي و اوسي.
د هیواد د راتلونکي له ګونګه پاتې کیدو په داسې حال کې اندیښنې په ډیریدو دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک له لاسلیکه د دوو میاشتو تیریدو سره سره، تراوسه د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د تلو په موخه لومړني شرایط چمتو شوي ندي او د سولې په بهیر کې نه پرمختګ، د حکومت او طالبانو د کړنو اړوند د امریکا نیوکې له ځانه سره لرلي.
له دې سره، د افغانستان حکومت ویلي چې د دې هوکړه لیک د موادو د عملي کولو په برخه کې ژمن دی او د حسن نیت د ښودلو لپاره یې د دې ډلې د بندیانو د خوشې کولو بهیر ته دوام ورکوي، خو طالبانو تل د هوکړه لیک د موادو د پلي کولو اړوند د حکومت او همداراز د امریکا له کړنو ناخوښي ښودلې ده. دې ډلې همداشان د خپلو پنځو زرو بندیانو خوشې کیدل او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بهر کیدل، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره مهم ټکي بللي دي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک