1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

نبیل: د امریکا او طالبانو ترمنځ اختلاف د استانبول د ناستې د ځنډیدو لامل وګرځید

نبیل-ث
29 Mar 2021

د ملي امنیت عمومي ریاست مخکینی مشر وایي، د تاوتریخوالي د ۹۰ ورځیني کمښت د طرحې پر سر د بحثونو دوام، د امریکا د پوځي حضور د دوام پر سر لانجې، د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د طالب مشرانو د نومونو لرې کیدل هغه لاملونه دي چې د استانبول ناستې د ترسره کیدو نیټه یې ځنډولې ده.

 

تمه وه د استانبول ناسته د اپریل میاشتې په لومړیو کې ترسره شي؛ خو اوس ویل کیږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ ځینو اختلافونه د دې ناستې د ترسره کیدو د ځنډیدو لامل شوي دی.

د هیواد د ملي امنیت مخکیني مشر، رحمت الله نبیل په یو لړ ټویټونو کې له دې اختلافونو پرده پورته کړې ده.

د طالبانو د پاتو بندیانو خوشې کیدل او د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د دې ډلې بهر کیدل، په افغانستان کې د شپږو میشتو لپاره د امریکا د پوځي حضور غځیدل، د تاوتریخوالي ۹۰ ورځینی کمښت او له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو د شلیدو ډاډ هغه څه دي چې د ښاغلي نبیل په وینا، د استانبول د ناستې د ځنډیدو لامل شوي دي.

نبیل پر دوام لیکلي، که پر پورتنیو مواردو هوکړه وشي، د استانبول ناستې لپاره به نوې نیټه وټاکل شي او د انتقالي دولت او واک ویش پر سر به خبرې وشي او وروسته له هغه، د غوڅ ملاتړ ماموریت به د ملګرو ملتونو سازمان د سولې په ماموریت واوړي او د یو شمیر مسلمانو هیوادودنو ځواکونه، افغان ځانګړي ځواکونه او د طالبانو یو شمیر ځانګړي ځواکونه چې ډیرۍ د دې ډلې سره قطعه ده، د ملګرو ملتونو سازمان د سولې د ساتندویه ځواک تر چتر لاندې او د دې سازمان تر څارنې او د یو شمیر اسلامي هیوادونو چې شونې ده ترکیه وي، په مشرۍ و اوسي.

خو د ملي امنیت عمومي ریاست مخکینی مشر هیښتیا ورکړې که داسې ونشي، افغانستان به له نوي کړکیچ سره مخامخ شي.

د پوهنتون استاد، فیض محمد ځلاند په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل چې د ترکیې ناستې ترسره کیدل ستونزمن شوي او اټکل کیږي دا ناسته د اپریل میاشتې ترپایه ترسره شي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلینکن په دې وروستیو کې په یوې مرکه کې، د افغانستان مسئلې ته د سیاسي حل لارې په موندلو ټینګار کړی دی.

هغه ویلي دي: “ټول پوهیږي چې د افغانستان سکاله پوځي حل لاره نلري او اړتیا ده چې سیاسي حل لاره ولټوو. افغانان باید خپله یوې حل لارې ته ورسیږي. خپلې ډیپلوماټیکې هڅې کوو او د افغانستان له حکومت او طالبانو سره ځینې موارد شریکوو چې هغوی سره راټول کړو په ځانګړې توګه هغه کنفرانس چې تمه ده تر راتلونکو څو اوونیو په ترکیه کې ترسره شي.

مخکې له دې دولتي چارواکو ویلي، افغانستان په دې ناسته کې د سولې لارې نقشه وړاندې کوي چې د یو شمیر سرچینو په باور، تر راتلونکو شپږو میاشتو د ټاکنو ترسره کیدو طرحه یې یوه برخه ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اوس مهال په ترکیه کې دی او د استانبول ناستې د ترسره کیدو لپاره د چمتووالي د وروستي کولو په هڅه دی.

ښاغلي خلیلزاد همداراز له مارشال عبدالرشید دوستم سره په لیدنه کې، د سولې په بهیر کې د پرمختګونو او د افغانستان د سولې په تړاو د ترکیې د ناستې اړوند خبرې کړې دي.