د ملي امنیت مخکینی مشر هیښتیا ورکوي چې نیابتي سوله چې د خلکو په غیاب کې وشي، ښه پایله به له ځانه سره ونلري.
د ملي امنیت مخکینی مشر، رحمت الله نبیل نن (یوه نۍ، لیندۍ۳۰)، بلخ ولایت ته په سفر کې وویل چې حکومت د سولې په بهیر کې، د سیاسي او ملي ټلوالې د پیاوړتیا پرته هیڅ ټاکنه نلري.
هغه دې ته ګوتڅنډنې سره چې خبرې په خپل وخت پیل شي، زیاته کړه: مونږ د ملي او سیاسي ټلوالې پرته د فشار بله هیڅ وسیله نلرو. طالبان له جګړې، ځان وژنې او چاودنو څخه د فشار د ابزار په توګه ګټنه کوي او پاکستان هم له جګړې او سولې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.
د ښاغلي نبیل په وینا، “عبوري یا منځمهاله” حکومت د طالبانو اصلي غوښتنه ده او دا ډله دې موخې ته د رسیدو لپاره به، تر “وروستیو شیبو” تاوتریخوالی لږ نکړي.
هغه همداراز، ځوانان د جګړې اصلي قربانیان وبلل او د سولې په بهیر کې یې د ځوانانو د ۵۰ سلنه حضور غوښتنه وکړه.
د ملي امنیت مخکیني مشر همداراز وویل: ملي ټلواله، په دې معنی چې د څو تنو هغو مشرانو چې په تیرو څلویښت کلنو قضیو کې ښکیل وو د یوځای کولو په معنی نده. نوي نسل چې قربانۍ ورکړي، باید ۵۰ سلنه ونډه ولري. که نه، نیابتي سوله چې د خلکو په غیاب کې پرې پریکړه وشي، ښه پایله به ونلري.
رحمت الله نبیل وویل چې نیابتي سوله په هیواد کې د نیابتي جګړې لامل ګرځي او هیښتیا یې ورکړه چې “د نیابتي جګړې لپاره چمتووالی عملاْ پیل شوی دی.”
مخکې له دې یو شمیر قانون جوړونکو هم په هغو ورځو کې چې د دولت مرکچي پلاوی په رخصتیو کې دی د ملي ټلوالې د پیاوړتیا پر سر د کار غوښتنه کړې وه.
له دې ټولو سره، دوه ورځې مخکې ولسمشر غني د افغانستان دولت د سولې له مرکچي پلاوي سره ولیدل او تمه ده دا پلاوی په روانه رخصتۍ کې، له بیلابیلو سیاسي او ولسي قشرونو سره د هیواد د سیاسي راتلونکي اړوند خبرې وکړي.