1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

نصرت حقپرست خپل آمریکایي سیال ته ماته ورکړه

116643607_3143117182436225_1500387656867900564_n
09 Aug 2020

افغان لوبغاړي نصرت حقپرست د یو اِف سي سازمان په آزادو سیالیو کې د خپل آمریکایي سیال الکساندر مونوز پر وړاندې بریا خپله کړه.

دا ۲۴ کلن لوبغاړی، لکساندر ته په ماتې ورکونې سره په دې سازمان کې د څلورم ځل لپاره بریا خپله کړه.

په دې سیالیو کې تیره شپه حقپرست له ۷۰ کیلوګرامه وزن سره په درییو پړاوونو کې له الکساندر سره سیالۍ وکړې چې په لومړي پړاو کې مساوي شول،په دویم پړاو کې ۳ـ۱ وړونکی شو او په درییم یا وروستي پړاو کې هم وتوانید ۱۲ـ۶ امتیازونه تر لاسه کړي.

نصرت حقپرست مخکې له دې دوه سیالۍ بایللې او یوه سیالۍ یې هم وړې ده او له دې بریا سره واتوانید د څلورم ځل لپاره د نړۍ د آزادو سیالیو په لوی سازمان کې بریا خپله کړي.