د هشت صبح ورځپاڼې څيړنې موندنې ښيي چې د وچو ډوډیو د ویش د بودیجې ۸۰۰میلیونه افغانۍ غلا شوي؛ د کابل ښاروالۍ دا ګزارش رد کړی دی.
د هشت صبح ورځپاڼې څیړنیزې موندنې له مخې، د قرنطین په ورځو کې ښاریانو ته د وچو ډوډیو د ویش د بودیجې نیمه برخه د ښاروالۍ، د خوراکي توکو د ټولنې او د کابل ښار د نانوایانو له لورې بېځایه لګیدلي.
د دې ګزارش له مخې، په کابل کې د وچو ډوډیو د ویش بودیجه، یو میلیارډ او ۱۱۵ میلیونه افغانۍ وه چې له دې ډلې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ یې غلا شوې دي.
په ګزارش کې راغلي چې هره بوجۍ اوړه د پلازمینې په بازارونو کې له رښتینې بیې ۴۰۰ افغانۍ لوړ پیرل شوي.
د دې ګزارش له مخې، له هرې بوجۍ اوړو څخه، دیرش سلنه یې یو شمیر کړیو غلا کړي.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د حق غوښتنې پازوال، ناصر تیموري په دې اړه آرزو ټلویزیون ته وویل: په کابل او ولایتونو کې د وچود ډوډیو د ویش د برنامې ناوړه ګټنه، دا ښايي چې د اختلاس لپاره زمینې شتون لري او د عدلي او قضايي بنسټونو له لورې په فساد له تورنو سره جدي او هراړخیز چلند نه کیږي.
خو د کابل ښاروالۍ دا څیړنه ناسمه او شمیرنې یې بې بنسټه بللي.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس، نعمت الله بارکزي نن (پیلنۍ، چنګاښ۲۱/جولای۱۱)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د څلویښتو ورځو په موده کې، په کابل ښار کې ۱۱۸ میلیونه ډوډۍ ۳۱۱زره او ۳۲۰ کورنیو ته ویشل شوي.
د هغه په وینا، په ټولیزه توګه، ۳۰زره او ۵۶۲ ټنه اوړه د وچو ډوډیو د ویش لپاره کارول شوي چې له دې ډلې، د ۲۰زرو او ۵۶۳ ټنو اوړو پیسې ورکړل شوي چې ۸۴۷ میلیونه او ۴۵۹زره او ۴۹۹ افغانۍ کیږي.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس زیاته کړه چې د ۹زره او ۹۰۹ ټنه اوړو پیسې لا ندي ورکړل شوي.
د مالیې وزارت ویاند، شمروزخان مسجدي هم په دې ناسته کې وویل چې دې بنسټ د وچو ډوډیو د لګښت او بودیجې د لګولو څرنګوالی څیړلی او د روڼتیا اړوند یې ځواب ویونکی دی.
په کابل ښار کې د وچو ډوډیو د ویش بهیر د غوایي په لسمه پیل شو؛ دا برنامه د څلویښت ورځو لپاره به کابل کې روانه وه.