نن سهار اته بجې د دریمې حوزې اړوندو عامه نظم ځواکونو کنډګ مخې ته یو موټربمب چاودنه وکړه چې د غزني روغتون د پازوال په وینا په دې پيښه کې ۳۱ پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
له بلې خوا نن سهار د زابل د ولایتي شورا د مشر موټر هم د یو موټربمب چاودنې موخه وګرځید.
په دې پيښه کې څلور تنه مړه او د زابل د ولایتي شورا د مشر عطاالله حق بیان په ګډون ۲۳ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
د دې دوو مرګونو چاودنو پړه تراوسه کومې ډلې په غاړه نده اخیستی. دی پیښو مالي تاوانونه هم اړولي دي.
په دې وروستیو میاشتو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې بمي چاودنې او ځانګمرګي بریدونه ډیر شوي دي چې پوځیانو ته د مرګ ژوبلی تر څنګ یې له عام وګړو هم قرباني اخیستې ده