افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په سیالېو کې خپله لومړنۍ لوبه نن پیلنۍ د(غبرګولي په لومړی ) له آسټرالیا سره ترسره کوي.
د هیواد کرکټ بورډ خوښې ښودلې او ویلي دي چې تمه کیږي د افغانستان لوبډله په خپله نننۍ لوبه کې ددې سیالېو وړونکې شي.
مخکې له دې افغانستان په تمریني لوبو کې له پاکستان څخه لوبه وګټله خو انګلستان پر وړاندی یې بیا ماته ومنله.
د سږکال نړیوال جام سیالېو په لومړنۍ لوبه کې ،سویلې افریقا د کرکټ لوبډلې د ۱۰۵ منډو په توپیر سره د انګلستان پر وړاندي ماته وخوړه او ددې سیالېو په دویمه لوبه کې بیا ویسټ اندیز له پاکستان څخه د ۷ ویکټو په توپیره سره لوبه وګټله.