نن د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د کمپاینونو وروستۍ ورځ ده

نن د ولسمشریزو نوماندانو د کمپاینونو وروستۍ ورځ ده. د ټاکنو د قانون پر بنسټ د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو دوه ورځې مخکې باید ټول نوماندان خپل کمپاینونه ودروي او د چوپتیا پړاوو پیلیږي. له بلې خوا ولسمشریزو ټاکنو مهال ته په نږدی کیدو سره،د یوشمیر نوماندانو کمپاینونه هم زیات شوي دي.