1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

نن سهار په ننګرهار کې په یوه وسله وال برید کې شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

78977037_2078012858968705_3500254606569504768_n
04 Dec 2019

د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګیاڼی وایې نا معلومو وسله والو نن سهار اته بجي دجلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناحيه کى د (PMS) په نوم جاپانۍ موسسې د کار کونکو پر موټر ډزې کړي دي.
نومړی وايي په دې پيښه کې د دغې موسسې پنځه تنه کار کوونکي وژل شوي او د موسسې مشر ناکامورا هم د سختو ټپونو له کبله کله چې بګرام روغتون لیږدول کیده په لاره کې یې سا ورکړې ده.

ولسمشر غني نوموړي ته د افغانستان تابعيت هم ورکړى و.
پي اېم اېس یوه کرنیزه موسسه ده چى له کلونو را پديخو ا په ننګرهار کى فعالیت کوي.
دغې موسسې له کونړ سينده ګڼ شمير د اوبو سربندونه رابيل کړي او زرګونه هکتاره دښتي یې خړوبه کړي دي.

آرزو خبري سایټ ــ اسماعیل ملکزی