1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

نورستانۍ: د ټاکنو خپلواک کمیسیون د را روانو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره چمتو دی

کمیسیون-انتخابات-ا
19 Dec 2020

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په نوي لمریز کال کې، د غزني د پارلماني، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو او یو شمیر ښاروالیو د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د چمتووالي اعلان وکړ.

 

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرتابه، نن (پیلنۍ، لیندۍ۲۹)، په یوې خبري ناسته کې د ولایتي شوراګانو، د غزني د پارلماني، ولسوالیو او ښاروالیو د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې، حوا علم نورستانۍ وویل: د دغو ټاکنو لپاره ټول تخنیکي او عملیاتي تیاري نیول شوې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په مني کې ترسره شي او د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر او UNDP سره د ټاکنو د ملاتړ د پروژې سند لاسلیک شوی دی.

د هغې په وینا، د رایه ورکولو د مرکزونو بیا ځلي ارزونه، د رایه ورکوونکو د نوملړ اصلاح او د رایه ورکوونکو تقویتي نوملیکنه هغه مهم موضوعات دي چې د یادو ټاکنو تر عملیاتي برنامو مخکې به د کمیسیون له خوا ترسره شي.

میرمن نورستانۍ پر دوام له حکومت څخه وغوښتل چې د بودیجې او د امنیت ټینګولو سره، د دې ټاکنو د ترسره کیدو لپاره زمینه برابره کړي.

له بلې خوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر، حبیب رحمان ننګ د دې ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د بودیجې اړوند وویل: له عملیاتي پلان سره سم، په ابتدايي مسوده کې د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کولو ته ۱۹ میلیونه ډالره او د ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو ته ۸۰ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي دي چې دغه مسوده وروستۍ شوې نه ده.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنر، مولانا محمد عبدالله په دې تړاو وویل: تراوسه د دې ټاکنو او په ځانګړې توګه د غزني د ولسي جرګې ټاکنې چې د تیرو ټاکنو برخه وه په بڼې او قانون کې هیڅ بدلون ندی راغلی.

په همدې حال کې، د ټاکنو په بهیر یو شمیر څارونکي بنسټونه د ټاکنیز نظام په سمون او د دې بنسټ د سیاسي ستونزو په هواري ټینګار لري.

د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایي مشر، یوسف رشید وویل چې د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو او یو شمیر ښاروالیو د ټاکنو د ترسره کیدو د مهال اعلان، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کار پر وړاندې د نیوکو له کبله غبرګوني ګام دی.

په افغانستان کې د ټاکنو ترسره کیدل، تل د دې بنسټ د کار پر وړاندې نیوکې له ځانه سره لرلې دي.