د اسلامي جمعیت ګوند اجرایي مشر ویلي چې د بلخ سیمه ییزې ادارې سره د سلاوو او د مرکزي حکومت ملاتړ په صورت کې، د دولت د وسله والو مخالفینو د په شا کولو عملیات به پیل کړي.
د اسلامي جمعیت ګوند اجرایي مشر، عطامحمد نور پرون ماښام (څلورنۍ، لړم۲۱)، مزارشریف ته راورسید.
ښاغلي نور د بلخ له سیمه ییزو چارواکو، په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د خلکو له استازو سره په لیدنه کې وویل چې د سیمه ییزې ادارې، مرکزي حکومت او سیمه ییزو قومندانانو په همغږۍ، دې ولایت کې د امنیت د بیا ټینګیدو په هڅه دی.
هغه وویل: که زمینه برابره شي، نه یوازې په مزارشریف ښار کې به امنیت ټینګ شي، بلکې د ولسوالیو د چڼ لپاره به هم لاس په کار شو. د تیر په څیر به هغوی دومره شاتګ ته اړ کړو چې حتې د مخابرو غږ یې هم وانه وریدل شي.
ښاغلي نور د سولې د خبرو د بهیر د دوام اړوند د هڅو خبر ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان ملګري هیوادونه په دې برخه کې هڅه لري او هیله من دی چې ښې پایلې ولري.
د اسلامي جمعیت د ګوند اجرایي مشر د ملي ټلوالې او د ګوندونو او اغیزمنو سیاسي شخصیتونو ترمنځ هوکړې ته ګوتڅنډنې سره وویل چې له اوسني حالته د بهر تلو او له کړکیچ څخه د ژغورل کیدو په موخه، حل لاره، د رښتینې ملي ټلوالې جوړیدل دي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې له ګوندونو او اغیزمنو سیاسي شخصیتونو سره هوکړې سره، د لازم سمون لپاره ګام اوچت کړي.