1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

نوې څیړنه؛ د هوایي بریدونو په لړ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډيره شوې

0E8D4FE3-9B52-47C5-9B80-5FA41E39A561_cx0_cy13_cw95_w1200_r1
08 Dec 2020

د امریکا د براون پوهنتون نوې څیړنې پر بنسټ، یواځې په ۲۰۱۹ زیږدیځ کال کې، ۷۰۰ ملکي وګړي د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې وژل شوي چې په تیرو ۱۹ کلونو کې د مرک ژوبلې لوړه کچه ده.

 

د براون پوهنتون د واټسن څیړنتون، په خپل نوي ګزارش کې موندلي چې د افغانستان او بهرنیو هوایي ځواکونو په بریدونو کې، د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تیرو ۱۹ کلونو په پرتله بې مخینې ده.

د دې ګزارش پر بنسټ، د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ زیږدیځ کاله د ملکي وګړو مرګ ژوبلې شمیر، نږدې ۳۳۰ سلنه لوړ شوی دی.

په دې څیړنه کې راغلي: په ۲۰۱۹ کال کې، په هوایي بریدونو کې ۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي چې پر امریکا د افغانستان د برید له مهاله د مرګ ژوبله لوړه شمیرنه ده.

د واټسن څیړنتون د نړیوالو اړیکو او جګړې څیړونکې، نیتاسي کراوفورد په دې تړاو ویلي، له هغه ځایه چې متحده ایالتونو په افغانستان کې د خپلو ځمکنیو ځواکونو شمیر لږ کړ، خو پر وړاندې د دې ځواکونو هوایي بریدونه ډير شوي. د فشار موخه دا وه چې طالبان د خبرو میز ته حاضر کړي.

د واټسن څيړنتون په دې ګزارش کې موندلي چې د روان زیږدیځ کال په درییمې درییو میاشتو کې د افغانستان د هوایي ځواکونو د بریدونو په لړ کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه، د ۲۰۲۰ کال د لومړیو درییو میاشتو په پرتله، دوه برابره ډیروالی ښيي.

د دې ګزارش پر بنسټ، د جولای میاشتې له پیله د سپتامبر تر پایه، په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۹۰ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

میرمن کراوفورډ وویل: د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د افغانستان د هوایي ځواک د بریدونو په پایله کې ۸۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۳ تنه نور هم ټپیان دي. دا شمیر په راتلونکو درییو میاشتو کې یې تقریباْ دوه برابره شوی. یواځې د جولای میاشتې له نیمایي او د سپتامبر ترپایه، افغان هوایي ځواک ۷۰ تنه ملکي وګړي وژلي او ۹۰ تنه نور يې ټپیان کړي.

خو د ملي دفاع وزارت د دې ګزارش ردولو سره، طالبان په جګړو کې د ملکي مرګ ژوبلې د ډیریدو لامل بللي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند مرستیال، فواد امان آرزو ټلویزیون ته وویل: طالبان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي عاملین دي. هغوی په جګړه کې د خلکو له کورونو ګټنه کوي. دا ډله له خلکو د ډال په توګه کار اخلي. دا ډله د بریدونو ترسره کولو او چاودنو سره، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

دا ګزارش همداراز، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې لوړه کچه ښايي.

میرمن کراوفورډ زیاته کړه: د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواک، له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۹ کاله په هوایي بریدونو کې د ډیرې مرګ ژوبلې عاملین دي. ۱۳۵۷ تنه ملکي وګړي د نړیوالو ځواکونو له لورې وژل شوي او د افغانستان هوايي ځواک هم د ۴۶۱ تنو د وژنې مسوول دي.

هغې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې ملکي مرګ ژوبله د افغانستان هوایي ځواک د بریدونو په پرتله ډیره بللې ده.

په دې منځ کې، یو شمیر پوځي شنونکي، د جګړې په ډګر کې بې غورۍ ډيروالی د ملکي مرګ ژوبلې لامل یادوي.

د پوځي چارو کارپوه، اسدالله ندیم آرزو ټلویزیون ته وویل: د ملکي مرګ ژوبلې د ډيریدو یو لامل، د ملکي وګړو ژوند ته د جګړې د مشرانو بې غوري ده. همداراز د جګړې مجرمین محاکمه شوي ندي او پر هغو هیڅ نړیوال فشار ور وړل شوی ندی.

د ملکي مرګ ژوبلې له ډیریدو په داسې حال کې اندیښنې ښودل کیږي چې اوس مهال د هیواد په ډيریو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ جګړې روانې دي. هغه بهیر چې په لړ کې یې کرارو سیمو ته د زرګونو کورنیو د پناه وروړلو لامل شوی.