د اټمي انرژۍ نړیوال آژانس لوی مدیر د برجام هوکړه لیک په اړه خبرو اترو په موخه ایران ته سفر کړی دی.
رافائل ګوسي په داسې حال کې تهران ته ځي چې د بندیځونو لیرې کیدو لپاره آمریکا ته د ایران ورکړل شوی مهال پایته رسیږي او د فبروري میاشتې په ۲۳مه به الحاقي پروتکلونه او د په هسته یې مرکزونو کې د اټمي انرژۍ سازمان څيړونکو څيړنې ودریږي.
ایران ویلي دي چې که چیرې د برجام پر سر هوکړه کوونکي غاړې، د ایران غوښتنې اجرا کړي، دا اقدام د بیرته ستنیدو وړ دی.
د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان لوی مدیر اعلان کړی دی چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې به د ایران د قوانینو پر بنسټ یوې حل لارې پر سر خبرې اترې وکړې ترڅو دا سازمان د ایران هسته یې فعالیتونو څخه خپلو ارزونو او څارنې ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د آمریکا ولسمشر جوبایډن ایران ته په یوه پیغام کې برجام ته د تهران بیرته ګرځیدو په صورت کې د بندیځونو کمیدو لپاره د آمریکا له چمتو والي خبر ورکړی دی.