محمد هارون چخانسوري د ادریس زمان پر ځای د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى ټاکل شوی دی. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پربنسټ ښاغلی چخانسوري به د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معینیت تر څنګ دغه وزارت کې د اصلاحاتو مسوولیت هم پر غاړه ولري.
د خبر پاڼې له مخې، د ولسمشر په حکم کې د وزارت کارکوونکو لپاره د وړتيا معیار، د افغانستان پېژندنې، سیاسي پوهې او نړیوال اقتصاد تر څنګ پر نړیوالو ژبو د پوهې ازموینه پلي کول هم شامل دي.
بل لور ته ادریس زمان هم پر خپلې ټویټر پاڼې تایید کړي چې د بهرنیو چارو د وزارت چارسمبالي په توګه دنده پرېږدي.
نوموړي له ولسمشر غني مننه کړې، چې د تېر یوۀ کال کې یې ورباندې وزارت مشرۍ لپاره باور کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالى داسې مهال بدلېږي، چې د همدې روانې میاشتې لومړیو کې د دغه وزارت چارواکو ویلي و، په تېرو کلونو کې دغه اداره کې سلیقوي او سیاسي ګومارنو ستونزې زېږولې دي او دوی ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به ګومارنې رڼې او څو پړاوه ونیسي.
ښاغلي چخانسوري د اسټرالیا له سېډني پوهنتونه د عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړی له تېرو نژدې ۱۶ کلونو راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویندويي په ګډون یو شمېر حکومتي دندې درلودې.