1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

هند ته د هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سفر

atmar-1
22 Mar 2021

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار(دوه نۍ، وري ۲مه) هند ته لاړ.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې هند د ښاغلي اتمر د سفر موخه، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او د افغانستان د سولې  په اړه سیمه ییزې او نړیوالې ټلوالې پیاوړتیا ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې تمه ده په دې درې ورځيني سفر کې د بهرنیو چارو وزیر د هند له یوشمیر دولتي لوړپوړو چارواکو سره لکه د هند د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اجیت دول،په کابل کې د هند پخوانیو سفیرانو،افغان زدکړیالانو، سوداګرو په هند کې میشت افغان سیکانو او یوشمیر افغان کډوالو سره لیدنه وکړي.