1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

هیواد ته د فوټبال ۱۷ کالونو لوبډلې ستنیدل

70176907_2521790114555171_6841825010663817216_n
07 Sep 2019

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کالونو ملی لوبډلې لوبغاړې په هند کې د سبروټوکاپ په نړیوال سیالۍ کې له ګډون او د څلورو لوبو له ترسره کولو وروسته هیواد ته راستنې شوې.

دې لوبډلې خپله لومړی لوبه د هند له چندیګر لوبډلې سره د درې پر صفر پایلې سره ویوړه او د نوي ډهلې پر لوبډلې پر وړاندی یې لوبه مساوي پایته ورسوله.

د فوټبالیسټو نجونو خپله درېمه لوبه هم د ایرفورس پر وړاندی ترسره کړه چې د ۹ پر صفر پایلې سره یې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه او وروستې پایلو ته یې لاس وموندله.

خو د نجونو ۱۷ کالونو فوټبال ملي لوبډلې په پای لوبه کې له بنګله دیش سره برابره شوه چې د پنځو ګلونو په خوړلو سره د دې لوبو له دوام څخه پاتي شوه.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي