1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

واشنګتن پُسټ:سپینې ماڼۍ په تیرو ۱۸ کالونو کې د افغانستان د جګړې په اړه دروغ ویلي دي

us-forces
10 Dec 2019

امریکایې واشنګټن پست ورځپانې د افغانستان جګړې په اړه د امریکا د دولت ۲۰۰۰ پاڼیزو پټو سندونو ته لاس رسی پیدا کړی دی.دا سندونه ښیې چې د امریکا دولت د بوش د واکمنۍ له مهاله څخه د دونالدټرامپ پوري،د افغانستان د جګړو حقیقتونه پټول ترڅو د دې هیواد وګړي په افغانستان کې د امریکا ماموریت بریالی وښیې.

دا سندونه د افغانستان ځانګړي څیړونکي یا سیګار له ۴۰۰ سترو امریکایې پوځیانو او ډیپلوماټانو سره چې په افغانستان کې یې دنده درلوده چمتو کړې ده چې د واشنګټن پست په واک کې ده.د دې سندونو په یوې برخه کې جیمز ډابینز چې له ۲۰۱۳ زیږیدیز کال تر ۲۰۱۴ زیږدیز کاله یې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده ویلي دي چې:مونږ بی وزله هیواد نه ولکه کوو چې هغه شتمن کړو،مونږ پر دیکتاتورۍ برید نه کوو چې په کې ولسواکي جاري کړو،بلکه مونږ پر داسي کړکیچن او کرغیړن هیواد برید کوو ترڅو هلته سوله ټینګه کړو،او هغه څه چې په ډاګه دي هغه دا چې د افغانستان په ماموریت کې مونږ ناکام پاتي شوو.

 

 

د دې راپور پر بنسټ،له ۲۰۰۱ کال څخه تر دمګړۍ ۷۷۵ امریکایې سرتیري افغانستان ته راغلي دي چې له دې منځه ۲۳۰۰ تنه یې وژل شوي او ۲۰۵۸۹ نور یې ټپیان شوي دي.

خو ورځپاڼې لیکلي دي چې،د امریکا د دفاع وزارت د وژل شویو د اصلي شمیرو له خپریدو ډډه کړې چې او د دوی د موندلو پر بنسټ.

واشنګتن‌پسټ:د افغانستان جګړې له پیله،یعنی ۲۰۰۱ څخه تر اوسه څه د پاسه ۱۵۷ زره کسان وژل شوي دي،چې له دې منځه ډیری مرګ ژوبله امنیتي ځواکونو ته اوښتې ده چې شمیر یې هم ۶۲۱۲۴ کسانو ته رسیږی.او همدا شان د ولسي کسانو مرګ ژوبله هم ۴۳۰۷۴کسانو رسي او د طالبانو ډلې هم د ۴۲۱۰۰ غړو له لاسه ورکولو سره په درېمه رده بندۍ کې ده.

دا سندونه په داسي حال کې د افغانستان په ۱۸ کالنه جګړه کې د امریکا له ناکامې پرده پورته کوي چې د امریکا د دولتي بنسټونو راپورونو پربنسټ،دې هیواد د ۲۰۰۱ کال څخه را په دې خوا نږدی دوه ټریلیونه ډالره په افغانستان کې لګولي دي.له دې سره په افغانستان کې د امریکا پوځي او سیاسي حضور د یوې سکې دوه مخه ته پاتی کیږي چې یو مخ یې درواغ او نا سم اطلاعات او بل مخ یې هم د دې هیواد له وګړو د واقعیتونو پټول دي چې د افغانستان په جګړه کې د دې هیواد ناکامې ښیې.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي