د عامې روغتیا وزارت وایي چې ولایتونو ته د چین له لورې د اووه سوه زره ډوزه واکسین د لیږد بهیر پیل شوی چې په لومړي پړاو کې به د وګړو زیانمننې ته په کتو او مخکې چمتو شوي ډلبندۍ له مخې به هیوادوالو ته پلي شي.
د عامې روغتیا وزارت واکپال، وحید مجروح نن (یوه نۍ، غبرګولي درېویشتمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې افغانستان ته د چین مرسته شوي واکسینونه، تراوسه ۱۳ ولایتونو ته لیږدول شوي او ډير ژر به نورو ولایتونو ته هم واستول شي.
هغه د کرونا واکسین پلي کیدو ته ګوتڅنډنې سره وویل چې د دې واکسین د پلي کولو بهیر د یوه اونیز ځنډ وروسته پیل شوی او دا واکسین د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د روغتیا نړیوال سازمان لارښونو له مخې هغو کسانو ته چې له ګواښ سره مخامخ دي، لکه روغتیايي کارکوونکي، پوځیان، ښوونکي او له پنځوسو کلونو ډیر عمر لرونکي وګړي چې مزمنه ناروغۍ لري، پلي کیږي.
د روغتیا وزارت که څه هم د آکسیجن کمښت یوه اندیښنه وبلله، خو د کابل په څلورو روغتونونو کې یې د آکسیجن د تولید د دستګاوو د فعاله کیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې یونیسف سازمان او د اوزبیکستان، ایران او تاجیکستان هیوادونو په دې برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت واکپال وویل: “څلورزره او پنځه سوه د آکسیجن بالونونه له ایران څخه پیرل شوي او تمه ده ډیر ژر افغانستان ته راوړل شي. د اوزبیکستان هیواد هم د ورځې د ۳۰۰ بالونونو آکسیجن د استولو هوکړه کړې او تمه ده چې د هیواد په لسو ولایتونو کې د آکسیجن د تولید دستګاوې ونښلول شي.”
هغه همداراز د ښوونیزو مرکزونو، د واده د سالونونو، حمامونو، لوبغالو او د لامبو حوضونو تړل کیدل، په هیواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یو اغیزمن ګام بولي.
له دې سره، د رسمي شمیرنې له مخې، په تیرې یوې شپې او ورځ کې، په هیواد کې ۸۵ تنو د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو زر او ۵۹۷ نوې مثبتې پيښې هم ثبت شوي.
د عامې روغتیا وزارت واکبال همداراز وقایوي پیغامونو په پام کې نیول د کرونا ویروس د خپریدو په مخنیوي کې ګټور بولي او یو ځل بیا له هیوادوالو غواړي چې د ماسک اغوستلو، ټولنیز واټن، د لاسونو مینځلو او د ګڼې ګوڼې ځایونو کې له ګډون ډډې سره، په دې ویروس له اخته کیدو څخه ځان وژغوري.