د افغانستان دملي امنیت سلاکار وایې وسله وال مخالفین دې د سولې له بهیر سره یو ځای شي کنه نو د دوې پر وړاندې جګړه به دوام ولري.
د هیواد دملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي ناسته کې د خپلو ویناوو په ترڅ کې طالبانو او د هغوي بهرنیو ملاتړ کوونکو ته خبرداری ورکوي چې حکومت به د دې جګړې پر وړاندې بریالی شي.
ښاغلی محب همدا شان ولسمشرۍ ټاکنو ته په ګوتڅنډنې سره وایې خلک د ولسواکۍ،اساسي قانون،خپلواکۍ،ملی ځواکمنتیا،دسولې رښتیني کیدو او اسلامی جمهوریت لپاره د تلې په شپږمه د رایو د صندوقونو په لور ولاړل.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي