1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

وسله والو غلو په کابل کې یو ډاکټر وژلی دی

121027930_678361836424180_3282149950807119570_n
12 Oct 2020

وسله والو غلو تیره شبه په کابل کې یو روغتیاپال وژلی دی.

دا پیښه تیره شپه ( د تلې/میزان ۲۰ مه)  ۸ بجې د کابل ښار ۱۸ مې حوزې په اړندو سیمو کې رامنځته شوې او پولیسو ویلي دي چې ناپيژانده وسله والو کسانو د مظفرالدین او سیدعلي په نومونو دوو کسانو ډزې کړې دي.

د راپورونو پربنسټ، په دې پیښه کې یوه روغتیاپال خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل هم ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کورنیو چارو وزارت واکپال مسعود اندرابي، د کابل ټولو جنایي مدیرانو ته هیښتیا ورکړې وه چې په خپلو سیمو کې مجرمین ونیسي.

ښاغلي اندرابي د هغو مجرمینو د نیولو غوښتنه هم کړې چې نوملړ یې  د خلکو له لوري پولیسو ته په واک کې ورکړل شوی دی.