| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
ولسمشرغني:په کورنیو چارو وزارت کې لاس وهنه دې پایته ورسیږي
13 Jan 2020
ولسمشرمحمداشرف غني وایې چې په کورنیو چارو وزارت کې لاس وهنه باید صفر ته ورسیږي،هیڅ څوک د دې حق نه لري ترڅو د دې وزارت په چارو کې لاس وهنه وکړي.
ولسمشرمحمداشرف غني نن(دوه نۍ مرغومي ۲۳ه/جنوري ۱۳مه) د شهید عبدالرازق د ملي پولیسو د اکاډمۍ د زدکړیالانو د ۱۱م پړاوو فراغت غونډه کې وویل چې پولیس ځواکونو تل دا په ډاګه کړې چې پیاوړې ملی روحیه لري.
ښاغلي غني ۴۵۵ تازه فارغ شویو ته د مبارکۍ ترڅنګ،دوی د قانون د واکمنۍ او ملي تکل ممثل وبالل.

د شهید عبدالرازق د پولیسو د اکاډمۍ د زدکړیالانو ۱۱ م پړاو فراغت غونډې مراسم
هغه همدا شان وویل چې د پولیسو کار په دوامداره توګه له خلکو سره دی او پر پولیس ځواکونو د خلکو د لا زیات اعتماد جوړونې ټینګار وکړ.
ولسمشر د خپلو ویناو په ترڅ کې زیاته کړه:په کورنیو چارو وزارت کې لاس وهنه باید صفر ته ورسیږي،هیڅوک حق نه لري د دې وزارت په چارو کې لاس وهنه وکړي،.د قانون پلي کیدو په برخه کې له پولیسو څخه د دولت د ټولې دستګاه ملاتړ شتون لري.خو د دې ملاتړ په بدل کې له پولیسو څخه د هیواد والو د حقونو ټینګښت غواړم.
ښاغلي غني همدا شان د کورنیو چارو وزارت پازوال ته وویل چې دا اکاډمې لا زیاتې پانګه اچونې ته اړتیا لري او د افسرانو کاري ځای باید له تعصب،فساد او بی باوریو څخه لرې اوسئ.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت واکپال مسعود انداربی په دې مراسمو کې د جرمونو راکمیدو لپاره د دې وزارت له اقدامونو خبر ورکړ.
ښاغلي اندرابي وویل چې له جنایې جرمونو سره د مبارزې کړنلاره او د ټولو حوزو نوې کارې کړنلاره پیژندل شوې او ترڅنګ يې ۱۲۰۰ کسان د کورنیو چارو وزارت له تمځای څخه د کابل د امنیتي خپرونې پیاوړتیا لپاره ګمارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت واکپال همدا شان مسلکي توب او د پولیسو روزنې،کدري چارو ته رسیدنې،له پولیسو څخه د ملاتړ او د شهید شویو پولیسو کورنیو ته رسیدنې په برخه کې د دې وزارت د کړنو او خپرونو په اړه مالومات ورکړل.
ښاغلي اندرابي وویل:د پولیسو کادري ستونزې او د پرمختیا نشتون او د یوه سیسټم له لوري د رښتینې وړتیاو نه ټاکنه، له هغو کړکیچونو څخه دي چې د پولیسو په چارو کې د نیوکو او بهرنیو لاس وهنو لامل شوې وه.
د کورنیو چارو وزارت همدا شان له نشه یې توکو سره مبارزې،بندخونو،له فساد سره مبارزې او له خلکو سره د پولیسو د اړیکو د ښه والي په برخو د دې وزارت لعه تمرکز څخه خبر ورکړ.
آرزو خبري سایڼ ــ شمس الله رحیمي

د شهید عبدالرازق د پولیسو د اکاډمۍ د زدکړیالانو ۱۱ م پړاو فراغت غونډې مراسم