1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسمشرغني او عبدالله عبدالله د امریکا په لور روان شول

Ghane and Abdulla
24 Jun 2021

ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی دی چې ولسمشرغني او د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله په یوه دوه ورځيني سفر امریکا ته ولاړل.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې سفر کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب، د ولسمشرۍ ماڼۍ د تګلاریزو او عامه اړیکو د ادارې مشر وحید عمر، د دولت د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیګ، داکتر حبیبه سرابی او فاطمه ګیلاني او د بشرحقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

تمه ده په دې سفر کې ولسمشرغني د امریکا له ولسمشر جوبایډن، د کانګرس او سنا غړو، لوړپوړو دولتي چارواکو او اغیزمنو څيرو سره لیدنه او د دواړو هیوادونو ترمنځ نوي پیر، د ډیپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملاتړ او تجهیز، د افغانستان پراختیايي او اقتصادي برخو کې د امریکا همکاریو او له ترهګرۍ سره ګډې مبارزې پر سر خبرې وکړي.