د خوست نړیوال هوايي ډګر نن سهار د ولسمشرغني له لوري تر پرانیستلو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هیواد د هوايي چلند د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې ډګر بنسټ ۹ کاله مخکې کیښودل شو چې موخه یې په اقتصادي وده کې آسانتیا په تیره بیا د کارګو له لارې د جلغوزو سوداګري، له مرکز سره د غلام خان بندر نښلیدل، د هوايي لیږد را لیږد آسانتیا او له مرکز او بهر سره د دې ولایت د اوسیدونکو د اړیکو ټينګښټ ویل کیږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د خوست د نړیوال هوايي ډګر د جوړیدو چارې په پنځو پړاونو کې بشپړې شوې چې پرې یو میلیارده او ۸۸۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د ملي هوايي هوايي چلند پراختیايي بودجې څخه لګیدلي دي.