1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسمشرغني: طالبان دې د روژې میاشتې ته درناوي په پار اوربند وکړي

ghani
13 Apr 2021

محمداشرف غني د روژې مبارکې میاشت په ویاړ یوه ویډیويي پيغام کې، له طالبانو وغوښتل چې دې میاشتې ته درناوي په پار له جګړو، تاوتریخوالو او د افغانستان له خلکو سره دښمنې څخه لاس په سر شي.

هغه په دې پیغام کې طالبانو ته پ خطاب کې، له دې ډلې غوښتي چې د جګړې پر ځای دې د سولې لپاره خپلې غوښتنې په عمل کې ثابتې کړې.

ولسمشرغني همدا شان وویل چې، هغه هڅه کوي له هغه ور څخه چې د سولې لپاره رامنځته شوې، د تلپاتې سولې او خلکو ته هوسا ژوند شرایطو برابرول کې ګټه پورته کړي.

 ښاغلي غني زیاته کړه: “مونږ هڅه کوو چې د تدبیر، اجماع او زغم له لارې، دې ناروا، فتنه او تفرقه جګړې ته د پای ټکی کیږدو.”

له دې سره هم مهاله، د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله هم د روژې میاشتې په ویاړ یوه پیغام کې، له طالبانو غوښتي چې د خلکو غوښتنې ومنلي او د روژې مبارکې میاشتې ته درناوي په پار اوربند وکړي او له وینې تویونې او وژنو لاس واخلي.