ولسمشرغني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له سیاسي مشرانو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.
د ولسمشرۍ مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ناستو پر دوام، تیره ورځ ماښام له پخواني ولسمشر حامدکرزي، د ملي روغې جوړې لویې شورا له مشر عبدالله عبدالله او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره په ارګ کې لیدنه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې د هیواد روان حالت په اړه بحث شوی له امنیتي او دفاعي ځواکونو، جمهوریت او په هیواد کې تلپاتې سولې ملاتړ لپاره یوه واحدې لیکې او پیاوړې سیاسي ټلوالې په رامنځته کیدو ټینګار شوی دی.