ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په زابل ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د نفوذي کسانو برید غندلی او هیښتیا یې ورکړې ده چې داشان بریدونه د سولې بهیر له خطر سره مخامخ کوي.
د نوی کال په لومړي ورځ نفوذي کسانو په زابل ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړی،چې په کې ۱۷ امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړ.د ملي دفاع وزارت هیښتیا ورکړه چې دا برید به بی ځوابه پري نږدي.
په همدي حال کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په زابل ولایت کې د طالبانو برید وحشیانه او شرمونکی بللی دی.
نیکلاس کي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې طالبان څرنګه توانیدلي چې د نوي کال په لومړۍ ورځ په داسي شرایطو کې چې نړۍ له کرونا ویروس سره په مبارزې بوخته ده او د سولې له ژمنې وروسته خپلو هیواد والو ته د دې برید سپارښتنه وکړي.
طالبانو تر اوسه د ښاغلي کي د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.