1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسمشرۍ ماڼۍ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون جوړښت منظور کړ

124839113_3441923409217210_770085181622589682_n
12 Nov 2020

ولسمشر غني د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اړوند د اروپایي ټولنې په شپږمې کلنۍ ناسته کې وویل چې د حکومت د مشرتابه په کچه د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره ټلواله شتون لري.

 

ښاغلي غني زیاته کړه چې له فساد سره د مبارزې نوې تګلاره، د لازمو سلاوو پر بنسټ لا ډیرې پرمختیا ته اړتیا لري او باید د فساد پر وړاندې د مبارزې پر لار پراته خنډونه لرې کړای شي.

هغه همداراز له فساد سره د مبارزې د کمیسیون جوړیدل اعلان کړل.

د دې کمیسیون په جوړښت کې پنځه غړي، درې نارینه او دوه ښځې شاملې دي؛ همایون حامد، قیوم نظامي، سیدمحمد هاشمي، مریم زرمتۍ او فرخ لقا، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون غړي ټاکل شوي.

ولسمشر وویل: ټولې سرچینې او اړین واکونه دې کمیسیون ته لیږدول کیږي او هیله من یم چې د فعاله جوړښت په توګه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې، عمل وکړي. دا کمیسیون به د خپلو کړنو په تړاو خلکو، پارلمان او حکومت ته ځواب ویونکی وي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې له فساد سره د مبارزې تګلاره باید لا ډیره پیاوړې شي او ډیره ځیرنه یې د لوړپوړو چارواکو له فساد سره د مبارزې په برخه کې وي.

ولسمشر د خپلو خبرو په یوې څنډه کې د شتمنیو د ثبت په برخه کې د حکومت جدیت ته ګوتڅنډنې سره زیاته کړه: تر هغه چې د پارلمان وکیلان او لوړ پوړي چارواکي خپلې شتمنۍ ثبت نکړي، د سفر اجازه به ونلري.