د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وایي چې د ولسمشر غني په سپارښتنه د لوړې د مراسمو د ترسره کیدو لپاره ځانګړي کمیسیون خپل کار پیل کړی دی.
ولسمشر غني، په یوه فرمان کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالمتین بیک، د پرون د ولایتي شورا مشر بهاالدین جیلاني، د بهرنیو چارو وزارت واکپال هارون چخانسوري، د چارو د ادارې واکپال الهام هوتکي، د ملي امنیت د شورا د دفتر مرستیال وحید قتالي، د پوځ لوی درستیز بسم الله وزیري، د ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر او د فرهنګي چارو سلاکار شاه حسین مرتضوي موظف کړي چې د لوړې مراسم ترسره کړي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې رسنیو ته ویلي چې د لوړې د مراسمو ځانګړي کمیسیون، نن (یوه نۍ، د کب څلورمه/فبرورۍ۲۳)، خپلې چارې پیل کړي، خو لا روښانه نده چې څه مهال به دا مراسم پرځای شي.
مخکې له دې، یو شمیر سیاسي ګوندونو د ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلان او د دولت جوړونکې ټاکن ډلې د بریا اړوند غبرګون ښودلې وو.
له بلې خوا، له یو شمیر سیاسیونو او د ګوندونو مشرانو سره د ټاکنو اړوند د عبدالله عبدالله د لیدنې دوه ورځې وروسته، اجرایي ریاست د یوې ګډې اعلانپاڼې خپرولو سره، د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې رد او د ټول شموله حکومت د جوړیدو غوښتنه یې کړې ده.
په دې اعلانپاڼه کې همداشان له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې له دې پایلو ملاتړ ونکړي.
د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې غړي، عزیز الله دین محمد، په دې اړه وویل چې د ګوندونو استازو د ټاکنو پایلې ندي منلي او په راتلونکي کې یې د ټول شموله حکومت پر جوړیدو ټینګار کړی دی.
په دې منځ کې، د ټاکنو په بهیر یو شمیر څارونکي بنسټونه، د ټاکنیزو ناندرو له ډیریدو اندیښنه ښيي او د خبرو له لارې د اختلافونو پر هواري ټینګار لري.
ژباړه: شمس الرحمن خپلواک