1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسمشرۍ ماڼۍ: هر هغه طرحه چې د سولې لپاره وړاندې کیږي باید روښانه اوسئ

82524800_10219201827989395_4901091119674163200_o
12 Jan 2020

د ولسمشر ویاند ویلي دي چې د تاوتریخوالي راکمیدل  پوځي او حقوقي معنا او عملي بڼه نه لري او هر هغه طرحه چې وړاندې کیږي باید روښانه اوسئ.

په داسی حال کې چې د طالبانو مشران د تاوتریخوالې د طرحې پر سر چنې وهي.ولسمشرۍ ماڼۍ بیا دا طرحه عملي نه بولي او په اړه یې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د تاوتریخوالي راکمیدو طرحې په غبرګون کې ویلي دي: “ د سولې خبرو اترو پیل لپاره د افغانستان د حکومت طرحه  د اوربند ټينګښت دی. د تاوتریخوالي راکمیدل  پوځي،حقوقي معنا او عملي بڼه نه لري.له اوربند څخه زمونږ موخه د داسي اوربند په څیر ده چې دوه کاله وړاندې د اختر په ورځو کې په هیواد کې ټینګ شو او ښکاره تعریف یې درلود.زمونږ لپاره د سولې ټینګښت د جګړې پای دی.اړتیا ده ترڅو وړاندې شوې طرحې وضاحت ولري.”

ښاغلي صدیقي همدا شان وویل چې د افغانستان حکومت حاضر دی ترڅو په هیواد کې د سولې راوستلو لپاره له امریکا سره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

هغه زیاته کړه چې د “تاوتریخوالي” سکاله د افغانستان د خلکو ترڅنګ معنا نه لري.

وړاندې له دې طالبانو په رسمي توګه اعلان کړی دی چې امریکایې پلاوي له دې ډلې د تاوتریخوالي راکمیدو غوښتنه کړې او دطالبانو مشرانو هم د همدې سکالې پر سره په سلا مشورو بوخت دي.

اوس مهال زلمی خلیل زاد په قطر کې دی.

د افغانستان د سولې د انسټیټوټ مشر او د قطر له خبرو اترو باوري سرچینه خلیل ساپی وایې چې ښاغلي خلیل زاد په تیرو ورځو کې د طالبانو له پلاوي سره د چمتو شوې هوکړې د جزیاتو او افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل اړوند چې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به پیل شي،بحث کړی دی.

خو یوشمیر بیا په دې اند دي چې د سیمې اوسنی حالت د دې لامل شوی ترڅو ترڅو د خبرو اترو د دې پړاوو پیل مهال ونیسي.

د سولې د ولسي ټولنې مشر او د طالبانو د ډلې پخوانی غړي سیداکبرآغا آرزو ټلویزیون ته وویل:هغه ملکونه چې هغه د توافقنامې لپاره راغوښتل کیږي هغه به په اوسنیو حالات کې ډیر زړه ښه نه کړي چې هغه راشي،نو که چیري په یوې نیمې اوونۍ کې حالات عادي شي نو کیدای شي چې توافقنامه امضا شي.

هغه زیاته کړه چې د هوکړه لیک ټولې سکالې وروستۍ شوې او لاسلیک ته چمتو شوی دی.

وړاندې له دې هم د قطر له خبرو اترو باوري سرچینو ویلي وو چې د تاوتریخوالي د راکمیدو طرحه د طالبانو د مشر د میز پر سره پرته ده او که چیري تایید شي.د خبرو اترو دولسم پړاو به هم پیل شي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي