1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسمشر ته د فرهاد دریا سرخلاصی لیک

130708530_10164532106905176_8058429117449546852_o
08 Dec 2020

فرهاد دریا په یوه سرخلاصي لیک کې له ولسمشر غني غوښتي چې د پوهنې وزارت د وروستۍ پریکړې په تړاو بیا کتنه وکړي.

 

ښاغلي دریا په دې لیک کې چې په خپله رسمي فیسبوک پاڼه خپور کړی، ویلي چې له اوسنیو مرګونو ستونزو د بهر تلو لپاره د افغانستان د خلکو تر ټولو لویه هیله، د ماشومانو ښوونه او روزنه ده.

د افغانسان دې پيژندل شوي هنرمن د پوهنې وزارت د دې پریکړې پوښتنه زیږوونکي بللو سره وویل: له هر چا ښه پوهیږئ چې ډیرۍ کلي چې ښوونځي نلري، د نظام د دښمنانو په ولکه کې دي. په وار وار ثابته شوې چې د دولت له واکه لرې لرو پرتو کلیو په ډیریو جوماتونو کې یو شمیر ملا امامان، د پاکستان له شکمنو مدرسو فارغ او استول کیږي. ډیرۍ دا شمیر جوماتونه هم د افراطي کسانو او د پولې هغې غاړې پالل شویو کسانو د راټولیدنې ځای دی.

هغه له حکومت څخه د ځینو پوښتنو پوښتلو سره ویلي؛ څرنګه ډاډ ترلاسه کیدای شي چې په دې درییو کلونو کې، زمونږ ماشومان د ښوونې او معرفت پر وړاندې د ښوونځي پر ضد روحیه سره نه پالل کیږي؟ څرنګه به ډاډمن اوسو چې زمونږ ماشومان له دې لارې، د پاکستان د ځان وژونکو پالونکو مدرسو د چلوونکو له لورې جذب او مغزي مینځل کیږي نه؟ څه ډاډ شتون لري چې د هغو کلیو په جوماتونو کې چې د دولت په ولکه کې ندي، زمونږ ماشومان د جنسي ځورونې ښکار نه ګرځي؟

فرهاد دریا ولسمشر ته په خطاب کې ویلي چې ښاغلي غني د نړۍ په تر ټولو ښو علمي ځایونو کې د زده کړو شونتیاوې لري. هغه پر دوام ویلي: آیا د افغانستان د زړه ټوټو ته ستاسې هیله همدا ده؟ باور لرم چې حاضر نه یاست چې د خلکو د زړه ټوټو برخه لیک د دښمن لاس ته وسپارئ!

ښاغلي دریا له ولسمشر څخه وغوښتل چې د افغانستان ۳۵ میلیونه خلکو غوښتنې ته غوږ ونیسي او په دې پریکړې بیا کتنه وکړي.