1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسمشر: تکل مې دا دی چې د خلکو په خوښه خپل حکومت خپل ځایناستي ته وسپارم

136717996_3586869571389259_4503009148861412379_o
07 Jan 2021

ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې وایي چې د ده دنده د قانون له مخې د هیواد راتلونکي ولسمشر ته د دولت سپارل دي.

 

محمد اشرف غني نن (پنځنۍ، مرغومې اولسمه)، په ننګرهار ولایت کې د خپلې وینا په ترڅ کې، د سولې روان بهیر ته هم ګوتڅنډنه وکړه.

هغه وویل چې د جګړې د پایته رسیدو لپاره، چمتو دی چې طالبانو ته غاړه ورکړي؛ خو له دې ډلې یې وغوښتل چې باید د افغانستان نننی واقعیت ومني.

ولسمشر د خپلو خبرو په یوې برخه کې همداراز ګوتڅنډنه وکړه چې دی پازه لري چې په قانوني بڼه او د خلکو د ارادې پر بنسټ، دولت خپل ځایناستي ته وسپاري.

هغه زیاته کړه: زما ټوله اراده دا ده چې حکومت د خلکو په خوښه خپل ځایناستي ته ورکړم.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې پرون یو شمیر سرچینو وویل، ولسمشر له زلمي خلیلزاد سره د لیدنې غوښتنه رد کړې ده؛ ځکه خلیلزاد د لنډمهاله حکومت پیغام له ځانه سره درلود.

د اسلامي جمعیت اجرايي مشر، عطا محمد نور هم په دې وروستیو کې ویلي چې د عدالت د ټینګښت لپاره د لنډمهالي حکومت له طرحې ملاتړ کوي.

هغه وویل چې د لنډمهاله یا انتقالي حکومت جوړیدل، په اوسنیو شرایطو کې یوه ټاکنه ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح هم په ننګرهار کې د خپلې وینا په ترڅ کې ویلي چې د خبرو په میز کې به د تیرو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.

هغه وویل: مونږ عزتمندې سولې ته اړتیا لرو چې د هیوادوالو حقونه تامین شي. جمهوریت، بشري حقونه او د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې د مذاکرې وړ ندي.

د ښاغلي صالح په وینا، طالبان او ملاتړي یې په افغانستان کې د ویرانیو او د خلکو د وژنو عاملین دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانانو ترمنځ د خبرو دویم پړاو، د څلورنۍ په ماښام په دوحه کې پیل شو. د دواړو لوریو د اطلاعاتو پر بنسټ، تمه ده د راتلونکې اوونۍ د پیلنۍ په ورځ، د اجنډا پر بنسټ د دولت او طالبانو پلاوي سره ناسته ولري.