1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسمشر: پر خبریالانو، مدني فعالانو او روغتیاپالانو برید د افغانستان په زړه برید دی

غنی-2
28 Dec 2020

محمد اشرف غني په نننۍ ناسته کې (دوه نۍ، مرغومې اتمه)، دولتي بنسټونو ته سپارښتنه وکړه چې د خبریالانو، مدني فعالانو او روغتیاپالانو وروستیو موخه ییزو وژنو دوسیو ته رسیدنه وکړي.

 

ولسمشر په دې ناسته کې وروستیو موخه ییزو وژنو ته ګوتڅنډنې سره، دا پيښې په یوه نسل او د افغانستان په زړه برید وباله.

هغه وویل چې د دې بریدونو موخه د ټیکاو او باور لمنځه وړل او د افغانستان د ځوان نسل نهیلي کول دي او ټول امنیتي بنسټونه باید په دې برخه کې رسیدنه وکړي.

په هیواد او په ځانګړې توګه په کابل کې د ناکراریو د ډیریدو په لړ کې، خبریالان او مدني فعالانو د کمساري تاوتریخوالي له نوې څپې سره مخامخ شوي او لږ تر لږه په تیرو دوو میاشتو کې، یما سیاووش، رحمت الله نیکزاد، رفیع صدیقي، الیاس داعي، فردین امیني، ملاله میوند، یوسف رشید او فرشته کوهستاني هغه رسنیزې او مدني څهرې دي چې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزیر پرون (یوه نۍ)، د رسنیو او حکومت د ګډې کمیټې په ناسته کې د خبریالانو، مدني فعالانو او بشري حقونو د ځاني امنیت د ټینګښت لپاره د ځانګړو واحدونو د جوړیدو خبر ورکړ.

د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع مشر، عزیز رفیعي هیله وښوده چې د حکومت د نوي میکانیزم اجرایي کیدو سره، دا کړنلاره وکولای شي د خبریالانو او مدني ټولنې د فعالانو امنیت ټینګ کړي.

په تیرو دوو میاشتو کې، کابل له هر مهاله ډیر د موخه ییزو وژنو شاهد پاتی شوی دی.

په همدې حال کې، د ولسمشر لومړي مرستیال په یوې فیسبوکي لیکنه کې ویلي چې د امنیتي تړون په څوکاټ کې او د پلازمینې د ناکراریو د مخنیوي لپاره، د کابل د پولیسو جوړښت به دوه برابره شي.

امرالله صالح لیکلي چې د کابل د پولیسو د جوړښت ډیریدو پر دوام، هغه سرتیري به جذب شي چې کشفي او څيړنیزه پوهه ولري.

له دې ټولو سره، حکومت په پلازمینه کې د امنیت د لا ښه ټينګیدو په موخه، په دې وروستیو کې د کابل ښار په لوړو څوکو کې د امنیتي اډو پازه، د پوځ ځواکونو ته سپارلې ده.