ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د همکاریو سازمان په شلمه ناسته کې وویل چې د افغانستان له ۷۵ تر ۸۵ سلنې خلک د جمهوریت پلویان دي او پر ډیرو د لږکیو ځواکمنتیا به، په هیواد کې د جګړې د دوام لامل وګرځي.
د افغانستان مسئله او په ځانګړې توګه د سولې د خبرو بهیر، د شانګهای د همکاریو سازمان د شلمې ناستې مهمه برخه وه.
دا ناسته چې نن (درې نۍ، لړم۲۰) په مجازي بڼه د روسیې په کوربه توب ترسره شوه؛ په هغه کې ولادیمیر بوټین د افغانستان حالت د اندیښنې وړ وباله او د سولې او ملي پخلاینې بهیر د چټکیدو لپاره یې د دې هیواد د همکارۍ خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه: د افغانستان حالت د اندیښنې وړ دی او د شانګهای همکاریو سازمان په افغانستان کې د ملي روغې جوړې او سولې د رامنځته کیدو په برخه کې ډیرې مرستې کړې دي. غواړو له هرې شونې لارې په افغانستان کې د سولې او ملي روغې جوړې د بهیر د چټکیدو لپاره مرسته وکړو.
د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ چې دا ګامونه د جګړې، ترهګرۍ او نشه يي توکو پرته افغانستان لپاره د مرستو په موخه اوچت شوي.
په دې ناسته کې ولسمشر غني، د شانګهای د همکاریو له سازمان څخه وغوښتل چې د جمهوریت په څوکاټ کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي. “مونږ له تاسې غواړو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په څوکاټ کې د تلپاتې سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړئ.”
ښاغلی غني په هیواد کې د جمهوریت پلویان د ۷۵ تر ۸۵ سلنې ترمنځ بولي او هیښتیا ورکوي چې پر ډیرو د لږکیو د غوښتنو تپل به د لانجو د دوام لامل وګرځي.
هغه همداراز وویل: نظر پوښتنې ښيي چې له ۷۵ څخه تر ۸۵ سلنه د جمهوریت لپاره ملاتړ شتون لري او له طالبانو ملاتړ له څلورو څخه تر ۸ سلنې دی؛ نو پر ډیرو د لږکیو د غوښتنو تپل، یواځې کولای شي د جګړو د دوام لامل وګرځي.
د شانګهای سازمان یو شمیر غړو په افغانستان کې ټیکاو د سیمې په ګټه وباله او په افغانستان کې یې د سولې د ټینګیدو لپاره د خبرو له رامنځته شوي فرصت څخه په اغیزمنې ګټنې ټینګار وکړ.
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضایف، په دې ناسته کې وویل: په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره ترلاسه شوی فرصت باید له لاسه ورنکړو. په دې هیواد کې د لانجو د هواري او سولې راتلو لپاره ښې نښې لیدل کیږي او په دې بهیر کې باید ونډه ولرو.
د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان هم په دې باور وو: په افغانستان کې حالت پیچلی دی. دا هیواد خپله باید د خپل راتلونکي اړوند پریکړه وکړي چې غواړي په کوم حالت کې اوسي. د سولې لپاره هڅې شوي او هیله من یو چې دا هیواد د دې هڅو میوه ژر ترلاسه کړي.
د چین ولسمشر بیا وایي چې: په افغانستان کې امنیت زمونږ لپاره مهم دی. په دې تړاو باید سره هوکړه ولرو. ترڅو دا هیواد تلپاتي ټیکاو ته ورسیږي او خلک پرمختګ ته لاسرسی ولري.
له بلې خوا د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا له سیاسي لارې د افغانستان د کړکیچ په هواري ټینګار وکړ.
عمران خان ویلي: په دې بهیر کې د افغانستان له مشرۍ او مالکیت څخه ملاتړ کوو. په افغانستان کې پوځي حل لار شتون نلري. باید له ترلاسه شوي فرصت څخه ګټنه وشي او په جامع سیاسي توګه، دا سکالو هواره شي. د تاوتریخوالي کمښت ډیر مهم دی چې په دې بهیر کې پرمختګونو ته ورسیږو.
له دې ټولو سره، د شانګهای د همکاریو سازمان شلمه ناسته د اتو دایمي غړو او څارونکو هیوادونو په حضور ترسره شوه؛ د کرونا ویروس له کبله له نړیوال ګواښ سره مبارزه، له ترهګرۍ او د نشه یي توکو له قاچاق سره مبارزه او اقتصادي همکارې، د دې ناستې اصلي منځټکي وو.