1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسمشر: په هیواد کې خطرناکه خوځښتونه پیل شوي

کابینه-1536x1024
29 Jun 2020

ولسمشر غني امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د عالمانو، بشري حقمونو او مدني ټولنې د فعالینو او څارنوالانو د امنیت د ټینګښت لپاره ځانګړي اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

 

ولسمشر غني په نننۍ ناسته کې (دوه نۍ، چنګاښ نهمه/جون۲۹)، په هیواد کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په تړاو وویل: په تیرو دوو لسیزو کې د آزادیو او ارزښتونو موخه ګرځیدو سره، په هیواد کې خطرناکه خوځښت پیل شوی او حکومت یې د مخنیوي په برخه کې ژمن دی.

ښاغلي غني همداراز امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د دیني عالمانو د امنیت د ټينګښت په څیر، د بشري حقونو د کارکوونکو، مدني ټولنې د فعالینو او عدلي او قضایي بنسټونو د کارکوونکو د امنیت د ټینګښت لپاره هم ځانګړې تابیاوې ونیسي.

د ناکراریو ډیروالی، په نننۍ ناسته کې د قانون جوړوونکو د خبرو منځټکی هم وو.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي پر دې پيښو نیوکې سره، امنیتي بنسټونه د هیوادوالو د امنیت په ټینګښت کې په پاتې راتلو تورنوي.

د ولسي جرګې غړې، نظیفه ذکي وویل چې د کابل د امنیت د ټينګښت لپاره د زیاتې بودیجې ځانګړې کیدو سره، امنیتي بنسټونو د پلازمینې د امنیت د ټینګیدو په برخه کې اغیزمن ګام ندی اوچت کړی.

وږمه ساپې چې د ولسي جرګې غړې ده، هغې هم وویل چې د هرې ورځې په تیریدو سره، په کابل کې ناکرارۍ، جنایي جرمونه او قاچاق په ډیریدو دي او باید ژر تر ژره یې مخه ونیول شي.

له بأې خوا، د اسلامي ګوند مشر، ګلبدین حکمتیار هم په یوې ناسته کې، یو شمیر کړۍ په هیواد کې د وروستیو ناخوالو عاملین بللي دي، خو هغه د کوم چا یا ډلې یادونې ونکړه.

د لویې څارنوالۍ د پنځو کارکوونکو مړینه، د هیواد د مطرح شاعر او لیکوال اسدالله ولوالجي د کورنۍ د څلورو غړیو وژل کیدل، د دیني عالمانو مولوي ایاز نیازي او مولوي مفلح مړینه، او د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د دوو غړو وژل کیدل، په وروستۍ میاشت کې هغه پيښې وې چې د پلازمینې اوسیدونکي یې سخت اندیښمن کړي دي.

د وروستیو پيښو پړه هیڅ ډلې پرغاړه نده اخیستې او طالبانو هم دا په کلکه غندلي، خو حکومت تل ټینګار کړی چې د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي دوام، د ترهګریزو فعالیتونو لپاره لار هواره کړې ده.