1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ولسمشر کومانډویانو ته: په زور طالبان د سیاست ډکر ته راوکاږئ

97980344_2926329044109985_4738150140752166912_o
15 May 2020

ولسمشر غني وايي چې د طالبانو پر وړاندې د هیواد د پوځیانو یرغلیز کیدو موخه، په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره د سیاست ډکر ته د دې ډلې راکاږل دي.

 

په کابل، ننګرهار او پکتیا کې وروستیو بریدونو حکومت اړ کړ چې د جنګیالیو ډلو پر وړاندې ګام اوچت کړي.

ولسمشر غني د پنځنۍ په ورځ (غوایي۲۵/اپریل۱۴)، په خپله وینا کې، د پوځ له ځانګړو ځواکونو او کومانډو غواړي چې خپلې تورې له پوښه بهر کړي او طالبانو ته خپل زور وښايي.

هغه زیاته کړه: “نن هغه ورځ ده چې خپلې تورې له پوښه بهر کړئ او باید دښمن یو ځل بیا د کومانډویانو زور وویني. دښمن د جګړې په ډګر کې له تاسې سره د مخامخیدو وس نلري، پر ماشومانو، ښځو او زمونږ په ملکي هیوادوالو بریدونه کوي.”

ولسمشر همداراز ټینګار وکړ چې د هیواد د پوځیانو له یرغلیز کولو یې موخه نه ټیکاو نه؛ بلکې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګیدو لپاره سیاست ډګر ته د دې دلې راکاږل دي.

ښاغلي غني وویل: “تعرضي حالت ته تلل د دې لپاره دي چې د سولې لپاره شرایط جوړ شي او د عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګیدو په موخه د سیاست په ډګر کې له مونږ سره کښیني.”

ولسمشر غني همداراز

ولسمشر غني په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د تیرې درې نۍ ورځې د مرګوني بریدونو وروسته، امنیتي سرتیرو ته د یرغلیزو بریدونو د پیل سپارښتنه وکړه.

له دې سره طالبانو په یوې خبرپاڼه کې، په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو سازمان، د یو شمیر مغرضه کړیو کار بللی دی.

له بلې خوا، په دې وروستیو کې امریکا د داعش خراسان څانګه، د دې بریدونو مسووله بللې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په یو لړ ټوییټونو کې، ویلي: داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده.  

ښاغلي خلیلزاد، داعش د سولې یوې هوکړې ته د حکومت او طالبانو د رسیدو مخالفه بللې او لیکلي؛ “د داعش دام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصت پسې ورشي.

له دې ټولو سره؛ په دې وروستیو کې په کابل کې د آلمان سفیر په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډې مبارزې ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې اوربند ومني او دواړه لورې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړي.