نښته هغه مهال وشوه چې د ولسي جرګې مشر، د جرګې کورنۍ پلټنې کمیسیون ته سبارښتنه وکړه چې لویې څارنوالۍ ته د هرات د سیمه ییزو چارواکو پيژندنې څرنګوالی وڅیړي.
د ولسي جرګې نننۍ ټولیزه ناسته (څلورنۍ، لړم اوومه)، د دې جرګې د دوو غړو ترمنځ د لفظي او وروسته فزیکي شخړې سره مله وه.
شخړه هغه مهال وشوه چې د ولسي جرګې مشر، د دې جرګې کورنۍ پلټنې کمیسیون ته سپارښتنه وکړه چې د کرونا ویروس د پيسو د ناسمې ګټنې اړوند لویې څارنوالۍ ته د هرات د ۲۱ سیمه ییزو چارواکو او مسوولینو د پيژندنې څرنګوالی وڅیړي.
د ولسي جرګې مشر د هرات د استازو په غوښتنه، د دې سکالو د څیړلو لپاره د پلاوي د جوړیدو سپارښتنه وکړه، خو د جرګې د روغتیا کمیسیون دا څیړنه له خپلو واکونو وبلله او د دې سکالو دوام، د روغتیا کمیسیون مشر یارباز حمیدي او د جرګې د کورنۍ پلټنې کمیسیون غړي شاپور حسین زوی ترمنځ د فزیکي شخړې لامل وګرځید.
د ولسي جرګې غړي، رمضان بشردوست د جرګې په نننۍ فزیکي شخړې د نیوکې ترڅنګ، له اداري پلاوي وغوښتل چې د پارلمان کورني اصول پر دې استازو پلي کړي.
په دې ناسته کې، لویې څارنوالۍ ته د کورني امنیت د کمیسیون له لورې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د تصدۍ د مشر خوشحال سادات پيژندنه هم لانجمنه شوه.
یو شمیر قانون جوړوونکي، دا ګام قانوني او یو شمیر یې هم ناقانونه بولي.
د افغانستان د مدني ټولنو د مجمع مشر، عزیز رفیعي د ولسي جرګې د ناستو د ترسره کیدو په څرنګوالي د نیوکې ترڅنګ وویل چې تراوسه په افغانستان کې، د سلسله مراتب او کاري مسوولیتونو د تشریح لپاره هیڅ ډول اداري نظیم په کره توګه ندی مطرح شوی.
په دې منځ کې، حقوقپوه سبحان مصباح آرزو ټلویزیون ته وویل؛ په داسې شرایطو کې چې هیوادوال له لسګونو ستونزو سره مخامخ دي، د جرګې داشان کړنه د خلکو ستونزو ته د بې غورۍ ښکارنده ده.
د افغانستان په ملي شورا کې فزیکي شخړه، بې مخینې نده، خو د دې حالت دوام، هیوادوال د قانون جوړوونکي ځواک د کړنو په تړاو اندیښمن کړي دي.