یو شمیر قانون جوړوونکي وایي چې حکومت واکپال وزیرانو ته ډیر واک ورکړی او دې کسانو خپل سریو او له وزارت خونو د قانوني کارکوونکو ګوښه کولو ته مخه کړې.
ولسي جرګې د قانون جوړوونکي ځواک له لورې د رد شویو واکپال وزیرانو د کار دوام اړوند، په خپله نننۍ (دوه نۍ، مرغومي۲۹)، ناسته کې یو ځل بیا غبرګون وښود.
د ولسي جرګې غړي، عرفان الله عرفان په دې ناسته کې وویل: “هغو کسانو چې رایه نده اخیستې او د واکپالانو په توګه کار کوي، په بنسټونو کې یې خپل سریو ته مخه کړې.”
د ولسي جرګې بل غړي، نسیم مدبر هم په دې تړاو یادونه وکړه: “واکپالان عقدې پالي او خپل سري کوي. باید ژر تر ژره د نامسووله کسانو کار ته د پای ټکی کیښودل شي.”
په دې ناسته کې یو شمیر استازو، د پوهنې وزارت په واکپالې، رنګینه حمیدي نیوکه وکړه او ویلي یې چې د پوهنې وزارت واکبالې، د دې وزارت یو شمیر سلاکاران او کارکوونکي چې د آزاده سیالیو له لارې جذب شوي، په ناقانونه توګه له دندو ګوښه کړي.
د ولسي جرګې غړي، میرحیدر افضلي ویلي: “په پوهنې وزارت کې دولس تنه چې د آزاده سیالیو له لارې جذب شوي وو، له یوه مکتوب سره ګوښه شوي.”
د ولسي جرګې بل غړي، حمدیالله حنیف هم وویل چې د بوهنې وزارت واکپالې، د دې وزارت کارکوونکي په ناقانونه توګه له دندو ګوښه کړي.
په وروستیو ورځو کې، د پوهنې وزارت مشرتابه د دې وزارت یو شمیر چارواکي له دندو ګوښه او موخه یې په دې بنسټ کې سمون اعلان کړی، خو یو شمیر ګوښه شوي چارواکي، په دې وزارت کې عزل و نصب، سلیقه یي بولي.
د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني هم یاده کړه: باید ولسي جرګې ته نوې څهرې وپيژندل شي. باید واکپالانو ته اجازه ورنکړل شي چې خپل کار ته دوام ورکړي.
د کابینې د غړو له منځه چې مخکې له دې ولسي جرګې ته پيژندل شوي وو، د پوهنې وزارت واکپالې رنګینه حمیدي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت واکپال طاهر زهیر، د ښځو چارو وزارت واکپالې حسینه ساپۍ او د مرکزي بانک ریاست واکپال اجمل احمدي د دې جرګې د باور رایه ترلاسه نکړه.